فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶ بېځايه شوو کورنيوسره د چنګاښ په ۲۴مه د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې نا امنيو له امله د بېلابېلو ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته را بېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۴ قطۍ غوړي، دوه کيلو مالګه، ۲۱ دانې بسکوېټ۱۵ کيلو غني شوي اوړه او ۲۵ کيلو دالنخود مرسته ووېشل شوه.