فارياب کې کور په کور اړمنو کورنيوسره مرسته وشوه
د ماشوم ساتنې نړيوال موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۶ اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره کور په کور دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکزته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۲مه هرې کورنۍ ته څلور کمپلې، يو نارينه پټو، يو زنانه پټو، دماشومانو دوه جوړه بوټان، دماشومانو څلور جوړه جرابې او دماشونو درې درې جوړه جامې مرسته ووېشل شوه.