سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr

 

د DACAR موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۴ بېځايه شوو کورنيوسره د غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د چنګاښ په ۱۰مه هرې کورنۍ ته کمپلې، پټوان، موزې،جرابې، جمپر، ترموز، دپخلنځي مکمل سامان الات او روغتيايي کڅوړو مرستې ووېشل شوې.