فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DACAAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د پشترود او بالابلوک ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۲۴مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.