کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د UNICEF,WFP,DRC,DACAR موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ارزګانولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په ۷مه هرې کورنۍ ته درې بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه، روغتيايي کڅوړې او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.