کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د WFP, DRC, DACAAR او UNICIF موسسې له لورې د کندهار ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۷۵بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي او غيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۳مه هرې کورنۍ ته نغدي او يوه اندازه خوراکي او غير خوراکي مواد ووېشل شو.