فارياب کې ۱۰۵ کورنيوسره دخورکي او غير خوراکي موادومرسته وشوه

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۵ بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۲مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۷ کيلو دالنخود، ۷،۴ کيلو غوړي، ۲ کيلو بيسکوېټ او نيمه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.