غورکې بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه

د AFGHAN AID موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۳۲بېځايه شوو کورنيوسره دغيرې خوراکي موادومرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شېمر سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دسلواغې په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته روغتيايي، ژمنۍ بستره، لمريز برقونه، لومړنۍ مرستې او د پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.