خوست کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه
د IRC,DACAR موسسو له لورې د خوست ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۹بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شمېر سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دمرغومي په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ نغدې او يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.