غورکې بېځايه شوو کورنیوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه
د UNICEF موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۵ بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د شهرک، پسابند، ساغر او دولت يارولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۳مه هرې کورنۍ ته د اړوند ادارو استازو په شتون کې دوه کمپلې،دپخلنځي سامان الات او يوه يوه بستره ورکړل شوه.