پنجشېر کې ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره ژمنۍ مرستې وشوې
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د سرپرست مرستيال په شتون کې د پنجشېر ولايت دکډوالوچارو رياست دمرغومي په ۲۱مه ۲۰۰ کورنيوته دژمنيو مرستو لړۍ رسماً پيل شوه.
يادو کورنيوته په دغه مرستو کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ ،چې ټولې ۳ميليونه افغانۍ کېږي ، د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت له لورهرې کورنۍ ته ورکول کېږي،چې د ولاويټي شورا، مدني فعالانو، علماو شورا، بېړنيو حالاتو کمېټې او وزارت پلاوي په شتون کې په رڼه ( شفافه) توګه ورته بانکي اويزونه ورکړل شو.