بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو سره د روغتيايي کڅوړومرسته وشوه
د DACAR موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۲۱ هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.