غزني کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د DRC موسسې له لورې د غزني ولايت کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۴۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه .
يادې کورنۍ ، چې جګړو او طبيعي پېښوله امله جاغوري ولسوالۍ ته کډه شوې ،د ۵ميلونه ۳۶۳ زره افغانيو په مرسته د مرغومي ۱۰ مه هرې کورنۍ ته ورکړل شوې .