بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۷ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دمرغومي په ۷مه هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ اوړه، بسکوېټ، دالنخود او مالګه مرسته ووېشل شوه.