کډوالو چارو وزارت کې بېځايه شوو ته دنغدي مرستودوېش په موخه دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۰:۴۴
صبار

دغه هوکړه ليک دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ميرمنيو دهمغږۍ او پراختيا (AWCPO) موسسې  ترمنځ لاسليک شو،چې پربنسټ به يې له درې زرو څخه زياتو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو سره نغدي مرستې ترسره شي.

ياد هوکړه ليک د مرغومي په ۵ مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او د ذکر شوې موسسې د مسئول ترمنځ په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو.

په هوکړه ليک کې د ذکر شوې پروژې مالي لګښت يوميليونو۹۹۲ زره  او ۱۹۰ افغانۍ دی؛ دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې ورکول کېږي، چې په کابل کې به ترې ۵۶۱ راستنېدونکي او بېځايه شوي برخمن شي.

د لاسليک شوي هوکړه ليک پر اساس به ياده موسسه د سروې دوام او دمستحقو کورنيو پېژندنه کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کوي، کډوالو چارو زارت ته به د څارنۍ زمينه برابره وي او د پروژې د بشپړولو وروسته به کډوالو چارو وزارت ته راپور ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته