کنړکې بېځايه شوو کورنيوسره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه
د کليو پراختيا رياست له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۲ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يوشمېر سميوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۳مه هرې کورنۍ ته خېمې، ژمنۍ بستره او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.