په غور کې دولايتي عمل پلان دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

دغور ولايت دکډوالو چارورياست له لورې د ليندۍ په ۲۱مه او ۲۲مه دولايتي عمل پلان دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
ذکر شوې ورکشاپ د ولايت د مرستيال، ولايتي شورا، دولتي ادارو استازو،نظامي مسؤلينو،مدني فعالانو،رسنيو، بشرحقونو،مرستندويه ادارو او ددغه ادارې دکارکوونکو په شتون کې جوړ شوی وچې د بېځايه شوو د ستونزو په اړه پکې خبرې وشوې.
د غور ولايت دکډوالو چارو رئيس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ولايتي عمل پلان طرح، چې د غور ولايت دکډوالوچارو آمريت له لورې جوړه شوې وه ګډونوالو ته وړاندې کړه،چې دملي او نړيوالو ادارو د خبرو وروسته د يولسو موخو لپاره تائيد شو.