فراه کې بېځايه شوو سره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د يو شمېر سميوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۲۱مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۵ کيلودالنخود، ۱۴کيلوغوړي او يوه کيلومالګه مرسته ووېشل شوه.