لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د IMC موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله ديو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۱۸مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره د والي او ذکر شوې موسسې استازو په شتون کې ورکړل شو.