د بلخ ولايت دکډوال چارو رئيس فعاليتونه وستايل شو

sadam_morr

د بلخ ولايت د والي محمد اسحق رهګذار په مشرۍ ناسته، چې د دولتي ادارو رئيسانو او د ولايتي شورا غړو په ګډون په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، پکې د کډوالو چارو رئيس فعاليتونه وستايل شول.

دغه ناسته چې د ليندۍ په ۱۰مه په ولايت مقام کې کې ترسره شوه، پکې د دولتي ادارو رئيسانو سربېره د شمالي سيمو د ترکمنانو شورا غړو هم ګډون کړی، چې دبلخ ولايت کډوالو چاررو ئيس دکارستاينه يې وکړه او دوالي له لورې ورته ستاينليک ورکړل شو.

کډوالو چارو رئيس دوالي، راغلو ميلمنو او دناستې ګډونوالو څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه،چې ټولنې ته به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.