لغمان کې ديارلسو  کډوالو ته د سرپناه جوړولوپه موخه د څه باندې درې ميليونو افغانيو نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

sadam_morr

 

 د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې  UNHCR او بيست موسسو له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ دريالس بېځايه شوو کورنيوسره د څه باندې درې ميليونو افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.

يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د UNHCR او بيست موسسو له لورې سروې او په نښه شوې وې ، چې له ډلې يې ديارلس راستانه شوې او داخلي بې ځايه شوې کورنۍ مستحقې پيژندل شوې دي.

 

ياده نغدي مرسته د ليندۍ په دريمه نيټه د ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې د مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار په لاسونو هرې يوې کورنۍ ته دلومړي قسط يوسل اوپينځه زره اوشپږسوه افغانۍ ورکړل شوې.

 

په همدې اړه په جوړوشويو مراسموکې مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يارپه خپلوخبروکې له مرستندويه موسيسو اوکډوالو چارو له ادارې مننه وکړه چې مستحقو اوبې وسوکورنيوسره يې مناسبه مرسته ترسره کړه.

 

ښاغلي مظلوم يارزياته کړه چې دامرستې بسنه نه کوي بايدپدې برخه کې نورې مرستې هم ترسره کړاي شي.

 

دولايت د مرستيال په وينا هرې کورنۍته به د دوه خونويودهليز اويوتشناب دجوړوالولپاره څه باندې دوه سوه شپږزره افغانۍ وړکړل شي چې ټوليز لګښت يې ۳۳۸۰۵۰۰ افغانۍ کيږي.

 

همداډول ديونسيار اوبيسټ مرستندويه موسيسو استازوهم دولايت له مشرتابه له دې امله  مننه وکړه چې لغمان ولايت ته دمرستو په جلبولو او همدا ډول ددوی لپاره دکاراو فعاليت زمينه برابره کړې ده .

 

په پاي کې مرسته اخستونکووکورنيوهم دلغمان له ولايتي ادارې اومرستندويه موسيسوله استازو څخه مننه وکړه چې له دوې سره يې پدې برخه کې مرسته ترسره کړه.