لوګر کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د FCDO موسسې له لورې د لوګر ولايت دکډوالو چارورياست په همکارۍ ۵۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ،چې نا امنيو له امله د يوشمېر سميوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳مه هرې کورنۍ ته د ولايت دمرستيال او دولتي ادارو استازو په شتون کې ۱۸ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.