غورکې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د DACAR ،IRC او UNICEF موسسو له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، روغتيايي او غير خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۲مه د IRC موسسې له لورې ۱۲ زره افغانۍ نغدې، د UNICEF له لورې د کور وسايل او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې ورکړل شوې.