کنړ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۴مه هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۵۰ کيلو وريجې، ۷ کيلو دال، ۱۰ لېتره غوړي او يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.