د کډوالو چارو وزير له افغان کډوالو سره د امريکا د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۰:۳۵
1
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين بلخي د امريکا هېواد د اسيا يي برخې (BPRM) رئيسې سره په ليدنه کې دهغه څخه وغوښتل چې په کوربه هېوادونوکې د افغان کډوالو د قوي او جدي ملا تړ کوونکي په توګه دافغان کډوالود سالمې راستنېدنې په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي. د کډوالو او راستنېدونکو وزير د امريکا متحدايالاتو د مرستو د زياتوالي دمننې او د بهرڅخه دافغان کډوالو د وضعيت د معلوماتو په اړه يې وويل، چې اوسمهال په کوربه هېوادونوکې د کډوالو وضعيت د نورو وختونو په پرتله د کنترول لاندې دی، مګر په ترانزيتی هېوادونوکې ځنې ستونزې شتون لري لکه، ترکيه، يونان او اندونيزيا کې او کډوالو چارو وزارت اوس پدې هېوادنوکې د کډوالو د اداره کولو لپاره عملي پلانونه لري، په لوړه او تخنيکي کچه ترکيې او يونان سره خبرې کوي او لازمه ده چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان څخه په ملاتړ د ترکيې، يونان، ناروې او اندونيزيا سره خبرې وکړي. هغه د امريکا د متحده ايالاتو څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکو لپاره د دندو پيداکولو په برخه کې د کډوالو چارو وزارت سره همکاري وکړي اوهغه راستنېدونکي چې د ترکيې هېواد څخه افغانستان ته راستنېږي ملاتړ يې وکړي. په يادو معلوماتو کې راغلي چې کډوالو چارو وزارت دکډوالو پراخه پاليسي نهايي کړې چې دکډوالو ټولې برخې په ګوته کوي او دا پاليسي د ولسمشرۍ ماڼې د تائيد وروسته کولای شي د اوږدې مودې لپاره د کډوالو د مديريت په برخه کې کاروکړي. همدارنګه د ولسمشر له لورې د ځمکو وېش دکړنلارې په تصويب سره به دغه پروسه په عملي توګه پيل شي. عالمي بلخي داخلي بېځايه شوو ته د رسېدنې په برخه کې وويل، چې په روان کال کې دکډوالو چارو وزارت په مشرۍ ۳۳ زره کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيموته ستنې شوي او کډوالوچارو وزارت په پام کې لري چې په روان ژمي کې له ۹۵ زره زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وکړي، چې ۳۰ زره کورنيو لپاره د بوديجې تشه شتون لري او د امريکا سفارت همکارۍ ته ضرورت لري. دغه ناسته د لړم په ۱۳مه د اجرايه رياست په سپېدار ماڼې کې جوړه شوې وه او دکډوالو د اسيا دبرخې رئيسې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره ژمنه وکړه، چې د غوښتنو په اړه به په کابل کې د متحده ايالاتو سفارت سره په همغږۍ د وشنګټن سره خبرې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته