غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د کډوالۍ نړيوال سازمان iom له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۷ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د شهرک، دولت ياد او دولينې ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتلې په ۲۸مه هرې، کورنۍ ته ۳۵ کيلو وريجې، ۵ لېتره غوړي، ۱۸ کيلو لوبيا، ۶ کيلو بوره او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.