بغلان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست له لورې ۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو سره، چې څه موده وړاندې دې ولايت ته راکډه شوې وې نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دبېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تلې په ۲۷مه هرې کورنۍ ته د يوشمېر ادارو په شتون کې ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.