بدخشان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د DACAR  موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ يو شمېر کورنيوسره د غيرخوراکي  کڅوړ مرسته شووه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د کرن ومنجان، جرم، يمګان او بهارک ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې  د تېرې دوشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېته هرې، کورنۍ ته ۳۶ ډيټول صابون، دکالومينځلو صابون، ۵ جان پاکونه، ۱ لاسي چراغ، ۳ د اوبو بوشکې، ۱ د غاښونو کريم، دکتان  رخت دوه متره ۱ ناخونګيرو او يوه صابون دانۍ مرسته ووېشل شوه.