بغلان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۵۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله دبېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې دوشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۷،۴ کيلو غوړي، ۲،۱ بيسکوېټ دماشومانو لپاره ۱،۵ کيلو دخوارځواکۍ مواد او نيمه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.