د پاکستان له بندخونو تر ۴۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۰۹ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۲۹ تنه د سپین بولدک او۳۸۰ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.