له ایران او پاکستان پرته، په نورو کوربه هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته د ۱۴۰۶ لمریز کال د بیت الله شریف حج ادا کولو لپاره د انلاین نوملیکنې خبرتیا!

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

له ایران او پاکستان پرته، په نورو کوربه هېوادونو کې هغو مېشتو افغان کډوالو ته، چې د بیت الله شریف د حج ادا کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د بیت الله شریف د حج ادا کولو لپاره نوملیکنه د ۱۴۴۸ ه. ق کال د جمادي الاخر له ۶مې( د ۱۴۰۵ کال د لړم له ۲۶مې) نېټې پیل او د ۱۴۴۸ ه. ق کال د جمادي الاخر تر ۱۳مې( د ۱۴۰۵ کال د لېندۍ تر ۳مې) نېټې پورې په انلاین بڼه دوام لري.
قدرمن غوښتونکي کولای شي، چې د نوملیکنې فورمه، تر ډکولو وروسته، له استوګنیزو اسنادو سره یو ځای لاندې برېښنا لیک ته واستوي: harc.Morr@gmail.com
د هر ډول معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: ۰۲۰۲۹۵۱۳۹۰
شرایط:
۱ـ استطاعت: غوښتونکی باید د بیت الله شریف حج ادا کولو لپاره جسمي، رواني او روحي پیاوړتیا ولري.
۲ـ غوښتونکی به تکراري حاجي نه وي: د دې لپاره چې د نورو د حج ادا کولو حق ضایع نه شي، غوښتونکی باید تکراري حاجي نه وي. د مقررې له مخې یو حاجي بیا تر پينځو کلونو پورې د حج ادا کولو غوښتنې حق نه لري.
۳ـ غوښتونکی به سعودي عربستان ته له دننه کېدو منع نه وي.
۴ـ  له سفر څخه مخکې او وروسته د حاجیانو د خوراک، اوسېدنې او استوګنې لګښت د نورو حاجیانو غوندې په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او یا هم د ارشاد، حج او اوقاف وزارت پورې اړه لري.
۵ـ د حاجیانو تګ راتګ پخپله په حاجیانو پورې اړه لري، د امکان په حالت کې به د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت همکاري وکړي.
۱ـ د کډوالۍ اسناد.
۲ـ کاغذي/ برېښنایي پېژندپاڼه.
۳ـ بهرنی پاسپورټ.
۴ـ د افغانستان پاسپورټ.
۵ـ د محرم لرلو په صورت کې د محرم کس اسناد.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۱۷
Background image

له ایران او پاکستان پرته، په نورو کوربه هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته د ۱۴۰۶ لمریز کال د بیت الله شریف حج ادا کولو لپاره د انلاین نوملیکنې خبرتیا!

له ایران او پاکستان پرته، په نورو کوربه هېوادونو کې هغو مېشتو افغان کډوالو ته، چې د بیت الله شریف د حج ادا کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د بیت الله شریف د حج ادا کولو لپاره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلو ګرامو اوبلن ګاز(LPG) د برابرولو او تدارک قرارداد د حفیظ الله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۹
Background image

د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د یوې ودانۍ په کرایه نیولو د داوطلبۍ اعلان!

د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د خپلو اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پينځمه، اوومه او یا هم اتمه ناحیه . . .

Back to tenders