تر ۲۰۰ زیاتې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، ننګرهار، بغلان او میدان وردګو کې له ۲۲۵ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې ۳۹ کورنیو سره ۵۲۶ زره او ۹۰ افغانیو، ننګرهار کې ۸۰ کورنیو سره په مختلفو برخو کې د کاري وسایلو کڅوړو، بغلان کې ۷۵ کورنیو سره د خېمو، کمپلو او د پخلنځي وسایلو کڅوړو، میدان وردګو کې ۳۱ کورنیو سره ۳۱۰ زره افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه روانه اونۍ د همکارو بنسټونو له لوري، سرپل کې له ۲۶۹ تنو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۲۰۱ زره او ۷۵۰ افغانیو، کابل ښار کې ۸ مېرمنو سره ۱۲۷ زره او ۵۳۰ افغانیو او بغلان کې ۳۳۱ تنو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه د ۲۴۸ زره او ۲۵۰ افغانیو مرستې وشوې.