سلګونه افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۷۰۸ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۴۰۵ تنه د سپین بولدک او ۳۰۳ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.