د غزني ولایت د کډوالو په ۲مه شمېره ښارګوټي کې تر ۴ میلیونو د زیاتو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړښت چارې پیل شوې

anwari_morr
-

تېره ورځ د غزني ولایت مرکز اړوند د شیخ عبدالسلام سیمې د کډوالو په ۲مه شمېره ښارګوټي کې د ۴ میلیونه ۱۷۲ زره او ۷۰۷ افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړښت چارې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو، د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اقتصاد، ښارجوړونې رییسانو، ولایت مقام او اړوندو تخنیکي ډلو په شتون کې پیل شوې.
په دغې شبکه کې، چې د جوړښت لګښت یې د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت له بودیجې ورکول کېږي، د ۱۵۰ مټرو په ژوروالي څاه، د ۲۰ مکعبو مټرو په اندازه د اوبو ذخیره، د ۶ زره او ۹۶۵ مټر پیپ نوي کول، د اوبو د ۶ عمومي شیرونو نصبول او د ۱۰ زره او ۳۲۰ واټو په اندازه د لمریز برېښنايي سیسټم جوړول شامل دي.
ټاکلې ده، چې دغه شبکه د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست تر څارنې لاندې د «لالی عمري» خصوصي شرکت له لوري په ټاکلي کیفیت او ټاکلو ۳ میاشتو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رییس ښاغلي مطیع الله عرب په خبره، چې د یادې شبکې په جوړېدو به په دغه ښارګوټي کې پاکو اوبو ته د نه لاس رسي ستونزه حل شي.