پکتیا کې ۱۲۵ راستنو شویو کورنیو ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ووېشل شول
تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په پکتیا کې ۱۲۵راستنو شویو کورنیو ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰ لېټره غوړي، ۵۰ کیلو وړه، یوه کیلو چای، یو پاکټ مالګه، ۳ کیلو دال، ۳ کیلو لوبیا او ۱۰ چکۍ سابون ورکړل شول.
مرستو اخیستونکو له دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او د ژمي په را رسېدو یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست مسوولینو د راستنو شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ورته مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ.