تېره اونۍ له سلګونو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
تېره اونۍ په کابل، بلخ، لغمان، جوزجان او بغلان کې له ۵۱۰ راستنو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې ۲۲۷ کورنیو سره ۳ میلیونه ۹ زره او ۳۳۳ افغانیو، لغمان کې ۲۶ کورنیو سره ۲۲۱ زره افغانیو، بغلان کې ۲۰۴ کورنیو سره ۶ میلیون ۱۹۲ زره افغانیو، جوزجان کې ۵ کورنیو سره ۶ زره او ۵۰۰ افغانیو او بلخ کې ۴۸ کورنیو سره ۷۴۷ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۸۰ تنو سره ۶۶۸ زره او ۹۰۰ افغانیو، فراه کې ۱۲۰ تنو سره د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۹۰ زره افغانیو، بدخشان کې ۹۵ تنو سره یو میلیون ۴۱۸ زره او ۶۰۰ افغانیو او بغلان کې ۱۰۰ تنو سره یو میلیون ۲۰۰ زره افغانیو مرستې وشوې.