د پاکستان له بندخونو ۴۱۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۱۶ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، یاد کسان د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته دننه شول. دوی د ننګرهار مهاجرینو چارو ریاست په لېږد امریت کې ثبت د همکارو بنسټونو تر مرستو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دغه چاره د بندیانو وضعیت ته د رسېدنې او هغوی ته د راستنېدو زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې ده.