راستنو شویو ته د ښو زدهکړو په برخه کې تازه هڅې؛ په غور کې دوه ښوونځي پرانیستل شول
تېره ورځ د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د (متوسطه میدان هوایي او سیداباد منځنی) دوه ښوونځي د یاد ولایت د مهاجرینو چارو امر او پوهنې رییس په شتون کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد ښوونځي د مهاجرینو چارو امریت او پوهنې ریاست په همکارۍ او څارنې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) په مالي ملاتړ د ۵۸۱ زرو امریکايي ډالرو په لګښت په پاخه او بنسټيز ډول جوړي شوي، چې هر یو یې یوه دوه پوړیزه ودانۍ، ۱۰ درسي خونې، ۲ اداري خونې او د اړتیا وړ نور امکانات لري.
د دغو ښوونځيو په پرانیستلو سره راستنو شویو زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې او په یاده سیمه کې د ښوونځيو بنسټيزې اړتیاوې پوره کوي