د مهاجرینو چارو وزارت لېږل شوي ګډ پلاوي د ترکيې استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي لیدنه وکړه
د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د روانې میاشتې په ۷مه د ترکيې په استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي لیدنه وکړه.
د بنکلیچ د کډوالو عمومي مدیر ښاغلي یعقوب سلطان، د مېشتغالي مدیر او نورو اړوندو مسوولینو د پلاوي هرکلی وکړ. ښاغلي بنوري له هغوی سره په لیدنه کې د خپل سفر پر مهال د کډوالو ساتنې له مرکزونو د لیدنو په اړه معلومات شریک کړل.
د مېشتغالي مدیر د کډوالو ساتنې لړۍ، خدمتونو، قانوني او غیرقانوني کډوالو شمېر، امنیتي تدابیرو او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: په دغه مېشتغالي کې هېڅ کورنۍ او یا ښځینه نه شته. دلته ۲۴۷ تنه افغان کډوال ساتل کېږي او د ۷۰ زرو په شاوخوا کې کډوال په قانوني توګه ژوند کوي.
یاد پلاوي د مېشتغالي د خوب له خونو، د ژبې او حرفوي زدهکړو مرکزونو، روغتیايي کلینیک، فرهنګي، ورزشي او نورو برخو لیدنه وکړه. له کډوالو سره یې خبرې وکړې، د هغوی شکایتونه او وړاندیزونه یې یاداښت کړل.
ځینو کډوالو د ځای له تنګوالي، ناسمو خوړو او روغتیايي خدمتونو شکایت کاوه. پلاوي دغه ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې او د زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د مېشتغالو د مسوولینو په خبره، چې کډوال له شته پالیسیو سره سم خپل شکایتونه په خپلواک ډول مطرح کولای شي. هغوی د نیمګړتیاوو معلومولو او ښو خدمتونو په موخه د مقابل لوري له لیدنې او ارزونې خوښي څرګنده کړه.
دغه لیدنه ترکیې ته د دوو وزارتونو د ګډ لېږل شوي پلاوي د سفر له موخو( په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ارزول، د هغوی د ساتنې له شرایطو خبرېدل، ستونزو او اړتیاوو تعقیب) سره سمه ترسره شوه.
