د کابل په مهاجرینو چارو ریاست کې د نړۍوالو همکارو بنسټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کابل مهاجرینو چارو رییس ښاغلي مولوي دین محمد حقبین پر مشرۍ، راستنو شویو او بېځایه شویو ته د مرستو راټولولو په موخه، نن په یاد ریاست کې د نړۍوالو او ملي موسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
ښاغلي حقبین د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرې وکړې او له موسسو یې د نغدي، روغتیایي، کاري زمینو برابرولو او زدهکړو په برخو کې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي پر زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې په خپلو مسوولیتونو کې له اړتیا سره سمې هڅې وکړي.
د موسسو استازو خپلې برنامې او فعالیتونه روښانه کړل، ژمنه یې وکړه، چې له خپلو مشرانو سره به په دې اړه خبرې وکړي او له یاد ریاست سره به وړ امکانات شریک کړي.