تېره میاشت تر ۲۵ زرو زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې

anwari_morr

تېره وږې میاشت کې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې له ۲۵ زره ۶۵۵ راستنو او بېځایه شویو کورنیو سره د ۱۰۴ میلیونه ۶۷۶ زره او ۶۵ افغانیو پر ارزښت بشري مرستې وشوې.
دغه مرستې په کابل، پروان، بامیانو، کاپیسا، لوګر، دایکندي، ننګرهار، کونړ، نورستان، ارزګان، خوست، کندهار، هلمند، هرات، بادغیس، نیمروز، بلخ، بغلان، جوزجان، سمنګانو، فراه، سرپل، پکتیا، بدخشان، غور، کندز او تخار کې وشوې، چې د نغدي، خوراکي توکو او روغتیایي مرستو کڅوړې، حقوقي ملاتړ، د سرپناه جوړول او بیا رغول، کاري زمینو برابرول، مدني سندونو اخیستل، د کور کرایه ورکول او له ماشومانو ملاتړ پکې شامل وو.  
د مهاجرینو چارو مسوولین د دغو مرستو موخه له زیانمنو کډوالو کورنیو ملاتړ او د هغوی د اقتصادي ستونزو کمول ګڼي.