بادغیس کې ۶ راستنو شویو کورنیو ته د کار زمینه برابره شوه

anwari_morr

پرون د بادغیس په اب‌کمري ولسوالۍ کې، د یاد ولایت د مهاجرینو چارو امریت په همغږۍ، له ۶ راستنو شویو کورنیو سره د کاري زمینې برابرولو په موخه لازمې مرستې وشوې.
د وزارت د همکارو موسسو له لوري هرې کورنۍ ته، تر پېژندلو وروسته، د کوچنیو سوداګریو په اډانه کې د ۲۹ زرو او ۵۰۰ افغانیو پر ارزښت؛ ۴ وزې، ۱۵ هګۍ اچوونکې چرګې او خواړه یې، کرنیز توخمونه ورکړل شول، چې له امله یې هغوی ته د بوختیا او اقتصادي ځان بساینې زمینه برابره شوه.
د مهاجرینو چارو وزارت له یاد امریت او همکارو بنسټونو د دغې کړنې او له راستنو شویو کورنیو د ملاتړ له امله مننه کوي.