د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر زرو زیاتې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې
روانه اونۍ په کابل، فراه، بادغیس، ننګرهار، بغلان، لغمان، پکتیا او پکتیکا کې یو زر او ۱۵۷ راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ او کوربه ټولنې له مرستو برخمنې شوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري، کابل کې ۱۶۹کورنیو سره دوه میلیونه ۳۳۱ زره او ۲۹۰ افغانیو، فراه کې ۸ کورنیو سره ۱۱۲زره او ۵۰۰افغانیو، ننګرهار کې ۴۸۷ کورنیو سره دوه میلیونه ۹۲۷ زره ۴۰ افغانیو او ۹ قلمو خوراکي توکو، بادغیس کې ۲۴۳ کورنیو سره دوه میلیونه ۳۲۶ زره او ۵۰۰ افغانیو، بغلان کې ۱۷۸ کورنیو سره ۷ میلیونه ۹۸۶ زره او ۶۰۰افغانیو، لغمان کې ۳۷ کورنیو سره ۳۱۴ زره او ۵۰۰ افغانیو، پکتیا کې ۲۹ کورنیو سره ۳۷۵ زره افغانیو، پکتیکا کې ۶ کورنیو سره ۷۸ زره افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري، تخار کې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ۵۸ تنو سره ۳۹۷ زره او ۴۰۰ افغانیو، بدخشان کې ۷۰ تنو سره یو میلیون ۳۹ زره او ۶۰۰ افغانیو، بادغیس کې ۴۴ تنو سره ۱۱۴ زره او ۴۰۰ افغانیو، جوزجان کې ۹۷ تنو سره ۳ میلیونه ۴۸۹ زره او ۸۷۰ افغانیو او غور کې له ۴۰ بې سرپرستو ماشومانو سره ۵۱۶ زره او ۷۲۰ افغانیو مرستې وشوې.