د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، له دغې ډلې ۵۷ تنه د سپین بولدک او ۳۰۵ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.