تېره میاشت له لسګونو زرو کورنیو سره تر سلو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت مرستې وشوې

anwari_morr

د روان کال په زمري میاشت کې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۳۱ زره ۶۶۹ راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې.

د ۱۴۸ میلیونو ۳۶۶ زرو او ۷۶۲ افغانیو پر ارزښت دغه مرستې د دویمي واحدونو په همغږۍ د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل، بامیانو، کاپیسا، لوګر، دایکندي، ننګرهار، خوست، میدان وردګو، کندهار، هلمند، زابل، هرات، بادغیس، نیمروز، بلخ، بغلان، جوزجان، سرپل، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندز او تخار کې وشوې، چې نغدې پيسې، خوراکي توکي، خېمې، روغتیايي مرستې، د سرپناه بیا رغونه، د مدني سندونو اخیستل، د کورونو کرایه ورکول پکې شامل وو.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت موخه د کډوالو ژوند ښه‌والي ته لومړیتوب ورکول او هغو کسانو ته د لازمو مرستو وړاندې کول دي، چې د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.