د ارزګان ولایت کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو پروژه پرانیستل شوه

anwari_morr

د روانې میاشتې په ۴مه، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو پروژه د یاد ولایت د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوه.

یاده پروژه د ۳ میلیونه ۷۳۶ زره او ۹۹۹ افغانیو په لګښت د پاکو اوبو ۳ شبکې او د ۴۵ مکعب مټرو په اندازه د اوبو فلزي ذخیره لري، چې تر ۱۵ زرو زیاتو کسانو ته پاکې اوبه برابروي.

د مسوولینو پر خبره، د دغې شبکې چارې به په ۳ میاشتو کې بشيړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

 دغه اقدام د راستنو شویو د ژوند ښه والي، روغتیا او سلامتیا په برخو کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې څرګندوي.