تر ۶۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۰۴ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
له دغې ډلې ۸۵ تنه د سپین بولدک او ۵۱۹ تنه د تورخم فرضي کرښې له لارې راستانه شول.
دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو تر مرستو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.