د هېواد په ۵ ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په کابل، جوزجان، فراه، سرپل او ننګرهار کې له ۹۰۴ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د دویمي واحدونو تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې له ۲۵ کورنیو سره ۴۰۴ زره او ۱۵۰ افغانیو، جوزجان کې ۳۱ کورنیو سره ۲۳۳ زره او ۲۵۰ افغانیو، ننګرهار کې ۸۳۴ کورنیو سره د ۸ قلمو خوراکي توکو، یو میلیون ۵۷۰ زره او ۱۵۰ افغانیو، سرپل کې ۵ کورنیو سره ۹۵ زره او ۵۰۰ افغانیو او فراه کې ۹ کورنیو سره ۱۱۹ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري بغلان کې ۵۶ د ځانګړو اړتیاوو لرونکو، په وړو او منځنیو سوداګریو کې شاملو کسانو سره ۹۳۰ زره او ۲۲۰ افغانیو، فراه کې ۱۳۲ بې سرپرستو او زیانمنو ماشومانو سره یو میلیون او ۷۱۶ زره افغانیو، سرپل کې ۱۷۰ تنو سره د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستلو په موخه ۱۲۷ زره او ۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.