د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې لومړی د یاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني د اسلام د سپېڅلي دین ارشاداتو ته په اشارې وویل: الله تعالی دې تاسو ته توفیق درکړي، چې له دغو زده کړو ګټه واخلئ، تر څو ولس او هېواد ته خدمت وکړئ.

هغه ټینګار وکړ، چې په هره څانګه کې تخصص ته اړتیا ده او د مسلکي کسانو لرل د ویاړ ځای دی.

وروسته د کارکوونکو چارو رییس ښاغلي مفتي مدیر ګل احمدي، د وزارت حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي محمدجان خدرخیل له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

دغه برنامې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو او مهارتونو پیاوړي کولو په برخه کې د مهاجرینو چارو وزارت هڅې څرګندوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته