ننګرهار کې ۴۳۹ بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr

 

دخوراک نړيوال سازمان  WFP،  PINاو ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې  له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۳۹ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي، خوراکي  او روغتيايي کوڅوړومرسته وشوه.

د يادو کورنيو له ډلې ۲۷۴ کورنۍ د سره رود ولسوالۍ د ککړک سيمې څخه ددې ولايت امن سيمو ته بېځايه شوې وې، چې د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه کڅوړه روغتيايي او خوراکي مواد، د PIN  موسسې له لورې د هسکې مېنې ۹۰ بېځايه شوو کورنيوهرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي، دپخلنځي مکمل سامان الات او د خوراک نړيوال سازمان WFP موسسې له لورې د خوګياڼو ولسوالۍ ۶۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو نخود، ۱۰ کيلو غوړي، ۴۰ پاکټه بسکويټ او يو پاکټ مالګه مرسته ووېشل شوه.